سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې درېيمه عمومي غونډه د مارچ په درېيمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه او دا يوه نښه ده چې د ۲۰۱۵ کال لپاره د چين دوې ملي غونډې په رسمي توګه پيل شوې. دوه ورځې وروسته به د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس درېيمه غونډه د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي.
په دغه لس ورځنۍ غونډه کې دوه زره تنه غړي او درې زره تنه استازي به د بېلا بېلو اصلاحاتي تدبيرونو او د اقتصاد د پر له پسې، سالم او ثابت پرمختګ لپاره ښه او ګټور وړانديزونه وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |