CRI Online

شي جين پينګ: د تايوان تنګۍ د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو پر سوله ييزه پرمختيايې لاره دې ټينګ شي.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-04 21:32:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکز کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د مارچ په څلورمه نېټه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۲مې دورې ملي کميټې په درېيمه غونډه کې له يو شمېر غړيو سره وکتل او د دوې وړانديزونه يې واوريدل. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د تايوان تنګۍ د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د سوله ييزه پرمختيايي لاره د سولې، ګډ پرمختګ او د دواړو غاړو د وطنوالو د ګټو د ساتلو او سولې او يووالي ته د رسېدو په باب يوه لاره ده. موږ بايد د سوله ييز پرمختګ پر لاره، پر ګډ سياسي بنسټ او د ملت د بياسمسورتيا د تر سره کېدو لپاره پر همکارۍ ټينګار وکړو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای