د خلکو ورځپاڼې د روانې مياشتې په ٥ نېټه تر دې عنوان لاندې چې د څلور هراړخيزو تګلارو د هڅولو لپاره بايد ګډ کوښښونه وشي، يوه تبصره خپره کړه او ويې ويل، چې د ملي ولسي کانګرس سيستم د هيواد ادارې د ميکانيزم او توان اساسي سياسي ميکانيزم دی او د څلور هراړخيزو تګلارو د هڅولو لپاره ټينګ سياسي بنسټ او غښتلی معنوي ځواک هم برابروي.
په ياده تبصره کې ويل شوي، چې په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو د تطبيق په لومړي کال کې د پېچليو نړېوالو حالاتو او کورنيو دندو سره سره ملي ولسي کانګرس د عمومي منشي شي جين پينګ د ګوند د مرکزي کميټې په مشرۍ خپل مسئوليت او حقوق پلي کړي او په بيلابيلو برخو کې يې څرګند برياليتوبونه هم ترلاسه کړي دي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |