د روانې مياشتې په ٤ نېټه د ملي ولسي کانګرس د ١٢ مې دورې د ٣ مې غونډې وياندې فو اينګ څرګنده کړه چې په ٢٠١٥ کال کې به د چين د ملي دفاع بودجه ١٠ سلنه نوره هم زياته شي.
جاپاني مشهورو خبري رسنيو په همدې ورځ په لويو سرټکيو کې دغه خبر خپور کړی دی. د جاپان ګډ اژانس وويل، چې که په ٥ نېټه ياده بودجه منظور شي نو په راتلونکو ٥ کلونو کې به د چين د ملي دفاع بودجه له ١٠ سلنې څخه زياته شي. د جاپان اقتصادي خبر کې همدارنګه ويل شوي د چين د ملي دفاع بودجه ښايي له ٨٠٠ مليارډو يوانو څخه واړوي چې له امريکا وروسته نړۍ کې دوهم مقام ولري.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |