CRI Online

لي که چيانګ د حکومت عمده کارونه معرفي کړل

cri     (GMT+08:00) 2015-03-05 10:19:11

د چين د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د روانې مياشتې په ٥ نېټه د حکومت کاري راپور د معرفي کولو په ترڅ کې وويل، چې سږ کال په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو د ژورولو کليدي کال، په هراړخيزه توګه د قوانينو سره سم د هيواد ادارې کولو د هڅولو لومړی کال او د اقتصادي پرمختګ د ثابتولو او جوړښت تنظيمولو مهم کال دی. د حکومت عمده دندې دا دي: د چيني ځانګړتياوو لرونکی سوسياليزم بيرغ په اوچتولو سره د دنګ شياو پينګ تيوري، د استازيتوب د دريو مهمو افکارو او علمي انکشافي نظرياتو تر لارښوونې لاندې په هراړخيزه توګه د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس او د ده د درېيمې او څلورمې مرکزي کميټې د اسامبلو په رويې سره د عمومي منشي شي جين پينګ د يو لړ مهمو ويناوو رويې پلي کړي په اغېزمنه توګه د اقتصادي پرمختګ له نويو حالاتو سره سمون ولري، په ثابت او انکشافي ډول کارونه ترسره کړي، د اقتصادي پرمختګ په مناسب چوکاټ کې لارښوونه وکړي، د اقتصادي پرمختګ ګټې او کيفيت پياوړې کړي، د انکشافي شکل او جوړښت تنظيمولو ته لازياتې پاملرنې وکړي، اصلاحات ژور کړي، نوښت پياوړی کړي، د خطرونو کنترول لوړ کړي، د خلکو ژوند ضمانت وکړي، د اصلاحاتو پرمختګ او ثبات ترمنځ اړيکې تنظيم کړي، په هراړخيزه توګه سوسياليستي اقتصادي سياسي کلتوري ټولنيز او ايکولوژي ابادي پرمخ بوزي تر څو چې د اقتصاد ثبات او سالم پرمختګ او ټولنيزه همغږي وهڅول شي.

_زلمی 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای