د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په پنځمه نېټه د حکومت په کاري رپوټ کې وويل، چې له يو کال راهيسې د چين د ډيپلوماتيکو کارونو په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.
لي که چيانګ وويل، چې د دولت رئيس شي جين پينګ او نور مشرانو له ډېرو هېوادونو څخه ليدنې کړې او د شلو هېوادونو ګروپ د مشرانو د سرمشريزې غونډې، د بريکس هېوادونو د مشرانو غونډې، د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزې غونډې، د ختيځې اسيا د همکارۍ د مشرانو لويو غونډيو، د اسيا او اروپا د مشرانو غونډې او د داوس فورم په شمول زياتو فعاليتونو کې يې ګډون کړی دی. دغه راز په برياليتوب سره مو د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو ٢٢مه غونډه ، د اسيا د اعتماد او همکارۍ څلورمه سرمشريزه غونډه او د بواو د اسيا فورم جوړ کړی او په فعاله توګه مو د څواړخيزو ميکانيزمونو او د نړيوالو قوانينو په جوړولو کې ګډون کړی دی. د هېواد د ډيپلوماتيکو چارو او له پرمختيايي هېوادونو سره د همکارۍ په برخو کې مو لاسته راوړنې ترلاسه کړې، د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ورېښمو سمندري لار د ابادولو لپاره مو هڅې کړې او د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک او د ورېښمو لارې صندوق مو جوړ کړی دی. ويل کيږي چې له بېلابېلو هېوادونو سره زموږ ترمنځ همکارۍ لازياتې شوې او په نړيواله صحنه کې د يو لوي مسئولانه هېواد په توګه د چين بڼه ورځ تر بلې څرګنده شوې ده.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |