د ملي ولسي کانګرس د ١٢مې دورې ٣ مه غونډه د روانې مياشتې د ٥ نيټې په سهار په ولسي تالار کې پرانيستل شوه چې نژدې ٣٠٠٠ تنه استازي د اساسي قانون په وياړ سره په کې ګډون کوي.
د اجنډا له مخې د دولتي شورا صدراعظم لي که چيانګ د دولت په استازيتوب د حکومت کاري راپور معرفي او وړاندې کړ، چې شپږ برخې لري. لومړی د ٢٠١٤ کال کارونه. دوهم د ٢٠١٥ کال پلان. درېيم د اصلاحاتو ژورول ، څلورم د اقتصادي پرمختګ هڅول او جوړښت ښه کول، پنځم په پرله پسې توګه د خلکو ژونداو ټولنيزې ابادۍ ښه کول. شپږم، د حکومت ابادول.
د دې ترڅنګ په دغه غونډه کې به د دولتي شورا له خوا په ٢٠١٤ کال کې د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ حالات او په ٢٠١٥ کال کې د پلان راپور او مسوده، په ٢٠١٤ کال کې د مرکزي او ځايي حکومتونو د بودجې حالات او په ٢٠١٥ کال کې د بودجې راپور او مسوده وڅېړل شي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |