د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د انسان وړونکي فضايې پروژې عمومي ديزاينر جو جيان پينګ د مارچ په شپږمه نېټه وويل، چې په ۲۰۱۶ کال کې د تيان ګونګ دوهم نمبر فضايي ازمويښتي فضايي مرکز له جوړولو وروسته به د تيان جو لومړۍ نمبر باروړونکي فضايې بيړۍ وتوغول شي، څو چې د تيان ګونګ دوهم نمبر ته مالونه برابر شي.
د مالونو د انتقال او برابرولو سيسټم د فضايې مرکز د جوړولو لپاره کليدي تخنيک دی او د دې تخنيک په نيولو سره به چين فضايې بيړيو ته د مالونو او سوند موادو د برابرولو توان ولري. دا په راتلونکي کې د اوږدې مودې لپاره د انسان وړونکي فضايې پروژې د برياليتوب مخکينۍ شرايط هم دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |