CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزير د سږ کال د صادراتي او وارداتي زياتوالي هدف د پوره کولو په اړه پوره ډاډمن دی

cri     (GMT+08:00) 2015-03-07 18:26:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير ګاو هو جنګ د مارچ په ٧مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې د درېيمې عمومي غونډې په خبري ناسته کې وويل، چې د حکومت په کاري رپوټ کې د وړاندی شوی هغه هدف د پوره کولو په اړه باور لري چې د سږ کال د صدراتي او وارداتي زياتوالي انډول به شپږ سلنې ته ورسيږي.

نوموړي وويل، چې په ٢٠١٤ کال کې د چين د صادراتو او وارداتو د زياتوالي انډول شپږ اعشاريه يو سلنه و چې له دې جملې څخه د صادراتو د زياتوالي انډول اته اعشاريه اوه سلنه و، دغه نتيجه د قناعت وړ ده. تېر کال د صادراتو او وارداتو د زياتوالي انډول د ټاکلي موخې يعنې اوه اعشاريه پنځه سلنې ته نه دی رسيدلی، سبب يې د وارداتي تجارتي شيانو د بيو ګړندی ټيټوالی دی. خو چين په ٢٠١٤ کال کې په نړۍ کې د مالونو د معاملو د لومړي لوی هېواد مقام هم نيولی دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای