د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ د مارچ په ٧مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې د درېيمې عمومي غونډې په خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د لومړۍ شمېرنې له مخې، تېر کال په بهر کې د چيني سيلانيانو لګښتونه له يو زر مليارډو ژن مين بي يوانو څخه اوښتی دی. نو په راتلونکي کې به له بهر څخه د مصرف د راجلولو لپاره ګامونه پورته شي.
نوموړي وويل، چې بهر ته د چيني سيلانيانو شمېر له يو سل مليونو تنو څخه زيات شوی دی او په بهر کې د تجارتي شيانو د اخيستلو اړتياوې د چټک زياتوالي په حال کې دي، عمده لامل يې د بيې اختلاف دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |