د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په اتمه نېټه د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې د درېيمې غونډې په خبري ناسته کې دا تاييد کړې چې سږ کال به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په اړه د چين او روسيې ترمنځ همکاريز تړون لاسليک شي او اړوندې تياريانې به پيل شي.
د روسيې د خبري اژانس خبريال د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه پوښتنه وکړه. ښاغلي وانګ يي ورته ځواب ورکړ چې نړيوال حالات د چين او روسيې ترمنځ پر اړيکو اغېزمن نه دي، د دواړو خواوو ترمنځ ټينګ متقابل ستراتيژيکي اعتماد جوړ شوی دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پوه او ثابت ټينګښت په حال کې دي. سږ کال به دواړو خواوو په لويديځه کرښه کې د طبيعي ګازو همکاريز تړون لاسليک کړي، د خپلمنځي سوداګرۍ د سل مليارډو امريکايي ډالرو هدف د پوره کولو لپاره هڅې وکړي او د ليري ختيځ سيمې د استخراج ستراتيژيکي همکاري پيل کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |