د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ٨مه نېټه په بېجينګ ښار کې وويل، چې د ايران د ذروي مسئلې د خبرو اترو کليدي ټکی رامنځته شوی، بېلا بېلې خواوې په تيره بيا د خبرو اترو عمده برخه والې خواوې بايد سياسي پريکړه وکړي. هغه وويل، چې که څه هم د خبرو اترو راتلونکی څرګنده نه دی، خو موږ د تانل له پای څخه رڼا کتلی شي.
ښاغلي وانګ يي په همدې ورځ د د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولسمې دورې دايمي کميټې د درېيمې غونډې په خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې د ايران د ذروي مسئلې هر اړخيز حل د ذروي وسلو د ناخپرېدو نړيوال سيسټم د ساتلو، د منځني ختيځ سيمې د سولې او ارامۍ د هڅولو لپاره ګټور دی او د سوله ييزو خبرو اترو له لارې د مهمو مسئلو د حلولو په برخه کې به ګټورې تجربې برابرې کړي.
هغه زياته کړه چې چين د خبرو اترو يوه مهمه خوا ده، او د ستونزو د حلولو لپاره يې مثبت خدمتونه کړي دي. موږ غواړو له اړوندو خواوو سره د ذروي مسئلې د خبرو اترو د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |