د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ٨مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې ترهګري د انسانانو ګډ خطر دی، له ترهګرۍ سره مبارزه د هر هېواد پر غاړه مسئوليت دی، چين تل د ترهګرۍ پرضد په نړيوالې همکارۍ کې فعال ګډون کوي.
وانګ يي د چين د ملي ولسي کانګرس د دوولمسې دورې دايمي کميټې د درېيمې غونډې په خبري ناسته کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې زموږ په اند د ترهګرۍ د روزلو ځمکو له منځه وړل د ترهګرۍ پرضد اصلي لارې چارې دي. يوازې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وموندل شي، سيمه ييزې کشالې په ښه توګه حل شي او د بېلا بېلو مدنيتو، اديانو او قومونو ترمنځ عادلانه خبرې اترې وهڅول شي، د ترهګرۍ له سيورې څخه وتلی شي.
هغه زياته کړه چې چين هم د ترهګرۍ زيانمن هېواد دی او د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په نامه د ترهګريزې ډلې له خطرونو سره مخامخ دی. موږ به د متقابل درناوي او عادلانه همکارۍ پر اصولو له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د ترهګرۍ خطرونه او ننګونې ليرې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |