د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ٨مه نېټه وويل، چې د ورښمو لارې اقتصادي کمربند او يوې لارې د مرشال پلان په پرتله لا لرغونې دي او لا زيات حياتي قوه لري، دواړه خواوې توپير لري.
نوموړي په همدې ورځ د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې د ورېښو لارې اقتصادي کمربند او يوې لارې لرغونې دي، ځکه د ورېښمو د ٢ زره کاله تاريخ لرونکې لارې رويه لري. دغه يو کمربند او يوې لارې د ورخلاصون او همکارۍ زنږنده دی، د جيوپوليتيکس وسيله نه ده.
هغه وويل، چين به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او يوې لارې د ابادۍ په بهير کې د ګډو سلامشورو، ګډو هڅو او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار وکړي او د نورو هېوادونو غوره والي ته به درناوی وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |