د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د روانې مياشتې په ٨ نېټه په بيجينګ کې وويل چې د نړيوالو حالاتو سره سره د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د درېيمې خوا په موخه نه دي او هم بدلې نه شي.
نوموړي وويل چې سږ کال به چين او روسيه يو لړ نوی همکاري وکړي. موږ به دوه اړخيز تجارت ١٠٠ مليارډو امريکايي ډالرو ته لوړ کړو او د وريښمو لارې د اقتصادي کمربند همکاريز تړون به لاسليک کړو. په ختيزه خوا کې به د طبعي ګازو نل جوړ کړو او په لويديځه خوا کې به د طبعي ګازو د همکارۍ تړون لاسليک کړو.
هغه هم وويل چې چين او روسيه د امنيت شورا دايمي غړي دي نو د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو لپاره ستراتيژيک همکاري هم پياوړې کړي.
_زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |