د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرېس غړي ، د شينجيانګ اويغوري قومي خپلواکې سيمې ګوندي منشي جانګ چون شيان د مارچ په نهمه نېټه د دوو لسمې دورې د ملي ولسي کانګرېس په درېيمه غونډه کې د شينجيانګ پلاوي په عمومي ناسته کې هيله وښودله چې ملي ولسي کانګرېس به ژرترژره په شينجيانګ کې د ترهګرۍ پرضد د کارونو او د ارامتيا د ساتنې په اړوند د ملي امنيت قانون، د ترهګرۍ پرضد قانون او د انټرنيټ شبکې د امنيت قانون جوړ کړي، دا نه يوازې د شينجيانګ د ارامتيا ساتنې او پرمختګ لپاره ډېر مهم اهميت لري، بلکې هم د بېلابېلو قومونو يوه ګډه هيله او د شينجيانګ د ادارې لپاره اړتيا هم ده.
نوموړي همدارنګه زياته کړه، چې شينجيانګ هم بايد د خپلو بېلابېلو قومونو ترمنځ د يووالي د پياوړتيا په موخه اړوند مقررات او قوانين ژر جوړ کړي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |