CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشهورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر يو جنګ شنګ له خبريالانو سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-14 17:08:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر يو جنګ شنګ د مارچ په ديارلسمه نېټه له غرمې نه وروسته د خلکو په لوي تالار کې د عمده خبري رسنيو له هغو مسؤلينو او خبريالانو سره وکتل چې د دغه کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د درېيمه غونډه سره مرکه کړېده. هغه د دوې د کوښښونو څخه مننه څرګنده وکړه.

ښاغلي يو جنګ شنګ وويل، چې دغه غونډه بريالۍ شوه او مطبوعاتي کارونه ښه شوي دي. مرکزي خبري رسنيو د دغې غونډې د مصلبونو سره سم د لارښوونې پر سم طرزونو ټينګار وکړ.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای