CRI Online

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس درېيمه ملي غونډه پای ته ورسېده.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-15 11:06:42

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې ملي غونډې څلورمه عمومي غونډه د مارچ د پنځلسمې نېټې په سهار د خلکو په لوي تالار کې تر سره شوه او دا د دغې ملي غونډې د پای ته رسېدو نښه ده.

دغه غونډه د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې او د دغې غونډې د رئيسه پلاوی د مشر جانګ ده جيانګ تر مشرۍ لاندې ده. شي جين پينګ، لي که چيانګ، يو جنګ شنګ، ليو يون شان، وانګ چي شان او جانګ ګاو لي په کې ګډون درلود.

د دغې غونډې په ترڅ کې څه ناڅه درې زرو تنو استازو د اساسي قانون سره سم په جدي توګه خپله دنده تر سره کړه، د حکومت د کاري راپور په شمول د يو لړ راپورونو څارنه يې وکړه، په تېر کال کې د چين په بېلا بېلو ساحو کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو او تجربې يې راغونډې کړې او د سږ کال لپاره عمده دنده او کارونه يې وټاکل.

په دغه غونډه کې لومړی د رايو له لارې د حکومت د کاري راپور په اړه يو پريکړه ليک تصويب شو. په دغه پريکړه ليک کې د تېر کال لپاره د حکومت کارونه ومنل شول او د ۲۰۱۵ کال لپاره د کارونو پلان، موخه او تدبيرونه هم تصويب شول. د چيني حکومت د پلان سره سم، په ۲۰۱۵ کال کې به د چين د کورنيو توليداتو عمومي حجم ۷ سلنې ته ورسېږي.

د ټولو اجنداًوو له پای ته رسېدو وروسته ښاغلي جانګ ده جيانګ يوه وينا وکړه او ويې ويل، د چين د ملي ولسي کانګرس چې د بېلا بېلو خواوو د استازو لخوا جوړېږي، د استازيتوب حق لرونکي دولتي ارګان دی، د ګوند او هېواد او خلکو ترمنځ پل دی او په سياسي چارو کې د خلکو د هيلې د څرګندولو او ګډون کولو عمده لار هم ده. د سوسياليستي ډيموکراتيک سياست پرمختګ د دغه کانګرس سره نژدې تړاو لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای