CRI Online

لي که چيانګ: چين د اقتصاد د پرمختګ د تامينولو توان لري.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-15 13:12:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مارچ په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د انکار وړ نه دی چې د چين اقتصاد د زياتوالي د ورو کېدو له فشار سره مخامخ دی، خو باور لرو چې چين د بېلا بېلو خواوو د ګډو کوښښونو پر بنسټ د اقتصاد د پرمختګ او ښه والي د تامينولو توان لري.

صدراعظم لي که چيانګ دغه څرګندونې د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د درېيمې غونډې د پای ته رسېدو وروسته په يوه خبري ناسته کې وکړې.

هغه وويل، چې د چين اقتصاد په نوی عادی حالت کې دی، د اټکل له مخې سږ کال د اقتصاد د زياتوالي انډول شاوخوا ۷ سلنه وي.که څه هم د زياتوالي موخه د پخوا په پرتله ټيټ شوی، خو دنده يې لا هم سخته ده، ځکه چې د چين د اقتصاد عمومي حجم لوی دی چې له لس زرو مليارډو امريکايې ډالرو نه زيات شوی دی.

هغه زياته کړه، که د اقتصاد د اصلاحاتو په دې بهېر کې کيفيت او ګټو ته پاملرنه وکړو او د چين اقتصاد له ټيټې خوا نه لوړې خوا ته پياوړې کړو، د چين اقتصاد په اوږده موده کې منځنې او چټک پرمختګ وموندلی شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای