د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د اپريل له ۲۰مې نيټې نه تر ۲۱مې نيټې پورې پاکستان ته رسمي سفر وکړي. له دغه سفر مخکې په چين کې د پاکستان سفير محمد خالد خبريالانو ته څرګنده کړه: دا چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د خپل لومړي سفر موخه غوره کوي، پاکستان پرې ډېر وياړي او د رئيس شي ډېر هرکلی کوي.
نوموړي وويل چې چين د پاکستان ښه دوست او همکار دی. هيله ده چې د رئيس شي د دغه سفر له لارې دواړه هېوادونه په دومداره توګه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادي چټکه شي، په تېره بيا د انرژۍ او بنسټيزو تاسيساتو په شمول ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړتيا ومومي او د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره محرکه قوه برابره شي.