د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په شلمه نېټه په اسلام أباد کې له پاکستاني دوستانو او د دوستو ټولنيزو سازمانونو له استازيو سره وکتل او دوی ته يې په سوله کې د ګډ ژوند د پنځه اصولو د تطبيق په هکله د دوستۍ ميډالونه ورکړل.
شي جين پينګ د پاکستان د ولسمشر ممنون حسين په ملګرتيا پاکستاني دوستانو او د دوستو ټولنيزو سازمانونو استازيو ته د ميډال ورکولو په مراسمو کې ګډون وکړ. د پاکستان د سنا مجلس د دفاع او دفاعي توليداتو کميټې مشر او د مسلم ليګ سرمنشي او د پاکستان او چين د دوستۍ ټولنې رئيس مشاهد حسين سيد، د چيني قربانيانو د مقبرو ساتونکی علي احمدجان او په چين کې د پاکستان د پخواني لوی سفير مسعود خان په ګډون شخصيتونو ته ميډالونه ورکړل. شي جين پينګ د چين او پاکستان تر منځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره د دوی د خدمتونو لوړه ستاينه وکړه او خپل احترامات يې څرګند کړل . (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |