CRI Online

د چين او پاکستان ترمنځ د هر ډول هوا ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې به ټينګې شي.

cri     (GMT+08:00) 2015-04-21 11:37:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۰مه نېټه په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر دول هوا ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ټينګې کړي او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د ابادولو پر بنسټ د ګواډر بندر، د ترافيکي بنسټيزو تاسيساتو، انرژۍ او صنعتي چارو په برخو کې د همکارۍ د ژورتيا تر څنګ د همکارۍ نوي لايحه طرحه کړي، څو چې دواړه هېوادونه ورڅخه ګډې ګټې واخلي. رئيس شي جين پينګ وويل،

دا زما لومړی ځل دی چې له پاکستان څخه ليدنه کوم. د دې ليدنې عمده موخه دا ده چې دوه اړخيزې دوستانه اړيکې ټينګې شي، خپلمنځي مؤثرې همکارۍ ژورې شي او د راتلونکو پنځو او لسو کلونو لپاره دوه اړخيزې همکارۍ په ستراتيژيک چوکاټ کې طرحه شي. زما او د صدراعظم نواز شريف ترمنځ خبرې اترې تازه پای ته ورسېدلې او موافقه مو وکړه چې د چين او پاکستان ترمنځ د هر ډول هوا ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې ټينګې شي، تر څو د چين او پاکستان ترمنځ د برخليک ګډې ټولنې محتويات غني شي.

په همدې ورځ دواړو خواوو د همکاريو له پنځوسو نه زيات قراردادونه لاسليک کړل چې زياتره يې به د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په چوکاټ کې تر سره شي. مثلاً د ګواډر بندر د خدمتي تاسيساتو د ابادولو پروژه، د کراکورم سړکونو د ترميمولو دوهمه پروژه، له کراچۍ نه تر لاحور پورې د ګړندی سړک د ابادولو پروژه او داسی نور. رئيس شي وويل، 

د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادول د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د ژوند د ښه والي او د دواړو هېوادونو د دايمي پرمختګ لپاره ګټور دی. د دواړو خواوو په اند، د دغه دهليز ابادول دې د پاکستان د بېلا بېلو ساحو او سيمو ګټو ته پام وکړي، څو چې خلک ورڅخه ګټه واخلي. نن ورځ له لاسليک شويو سندونو څخه له دېرش نه زيات اسناد په دغه دهليز پورې اړه لري او يادې پروژې به د پاکستان په مختلفو ولايتونو کې تطبيق شي. دغه راز، دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې د دغه دهليز د منځنۍ او لويديځې کرښې د ابادولو لپاره دايمي لايحه طرحه کړي. باور لرم چې دا به په هراړخيزه، برابرۍ او ثابته توګه د دغه دهليز د جوړولو لپاره ګټور وي.

د معلوماتو له مخې، څه باندې شپږ څلوېښت مليارډو امريکايې ډالره به د دغه دهليز په ابادولو کې ولګول شي او دغه پانګې به په عمده توګه د چين د وارداتو او صادراتو له بانک او د هېواد د انکشاف له بانک څخه ورکول شي. دغه راز د ورېښمو لارې صندوق به د دغه دهليز په چوکاټ کې د نورو پروژو لپاره پيسې ولټوي، څو چې د يو کمربند او يوې لارې ابادول پياوړې شي. صدراعظم شريف وويل، 

دغه دهليز د دواړو هېوادونو لپاره او حتی د دې سيمې لپاره ګټور دی. په دې نسبت به په ساده توګه پانګونې وشي او چين به په اسانه توګه له جنوبي اسيا سره سوداګري وکړي. دغه دهليز به د سولې او سمسورتيا نښه وګرځي.

د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د چين د شينجيانګ له کاشغر څخه د پاکستان تر ګواډر بندر پورې دی. نو د پاملرنې وړ مسئله دا ده چې د دغه دهليز ابادول به د پاکستان د امنيتي حالاتو له امله له ننګونې سره مخامخ وي. د دغه ستونزې د ليری کولو په هکله به دواړه هېوادونه په مداومه توګه د ختيځ ترکيستان اسلامي غورځنګ په نوم له ترهګريزې ډلې سره مقابله وکړي. چين به په پر له پسې توګه له پاکستان څخه ملاتړ وکړي چې د خپل هېواد د حالاتو سره سم د ترهګرۍ پر ضد ستراتيژي پلی کړي، او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې توان د لوړولو لپاره له پاکستان سره به مرسته وکړي. چين هيله لري چې پاکستان به د چيني ارګانونو او کارکوونکو د امنيت د ساتلو لپاره مؤثر تدبيرونه ونيسي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای