CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-04-21 19:40:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ٢١مه نېټه په اسلام أباد کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسين سره وکتل.

رئيس شي جين پينګ وويل،تېر کال ولسمشر ممنون حسين ٢ ځلې له چين څخه ليدنه وکړه او روان کال زما لومړنۍ ليدنه له پاکستان څخه ده چې له دې څخه د چين او پاکستان ترمنځ ژورې اړيکې څرګندېږي.هيله لرم چې د دې ليدنې له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزه دوستی ټينګه شي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لازياتې ګټې ورسول شي.

ولسمشر ممنون حسين وويل چې پاکستان دې د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او د هېواد د امنيت ساتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د چين له کوښښونو ملاتړ کوي.پاکستان غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادولو په اړه له چين سره ګډ کوښښونه وکړي.

دواړو خواوو د افغانستان او يمن د اوضاعو په اړه د نظريو تبادله هم وکړه.تر کتنې وروسته ولسمشر ممنون حسين رئيس شي جين پينګ ته د پاکستان نښان ورکړ.دا نښان د بهرنيو مشرانو ته د پاکستان تر ټولو لوړ نښان دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای