CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان پارلمان ته وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2015-04-21 19:41:08

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپرېل په ٢١مه نېټه د پاکستان په پارلمان کې يوه مهمه وينا وکړه چې عنوان يې دی د چين او پاکستان ترمنځ د ګډې ټولنې جوړول او د همکارۍ نوې لار پرانيستل او د دواړو هېوادونو ترمنځ هراړخيزه دوستانه همکاري ډېره وستايله.هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين او پاکستان بايد د اسيا د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره رغنده رول ولوبوي.رئيس شي د سوله ييز پرمختګ په اړه د چين د دريځ او له جنوبي اسيا سره د دوستانه تګلارې بيان هم وکړ.هغه وويل چې چين غواړي له جنوبي اسيايي هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي تر څو سمسورتيا او ګډ پرمختګ رامنځته شي.

رئيس شي وويل چې د دې ليدنې په ترڅ کې مې له ولسمشر ممنون حسين او صدراعظم نواز شريف سره موافقه وکړه چې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې بايد هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې شي.لومړۍ،چين او پاکستان دې يو له بل سره مرسته وکړي،خپلمنځي ستراتيژيکې همکاري دې پياوړې کړي او لوړپوړی تګ راتګ دې وساتي.دوهم، د دواړو هېوادونو ګډ پرمختګ وموندل او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز لارښوونکی رول ولوبول شي.درېيم،بايد خپلمنځي دايمي دوستي ټينګه شي.٢٠١٥ کال د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کال دی چې د لمانځنې ډول ډول فعاليتونه به تر سره شي.څلورم،دواړه هېوادونه دې په ګډه له ننګونو سره مقابله وکړي چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره دې خوندي ضمانت برابر شي.پنځم،چين او پاکستان بايد نړيواله همغږی او همکاري پياوړې کړي او د نړيوالو او سيمه ييزو اوضاعو په اړه دې ستراتيژيکه تبادله وکړي او په ګډه دې د افغان سوله ييز بهير چټک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای