د چين د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اپريل په ٢١مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اندونيزيا پلازمينې جاکارتا ته ورسيد او د دې هېواد د ولسمشر زوکو په بلنه يې د اسيا او افريقا د سرمشريزې غونډې او د باندونګ کنفرانس د جوړېدو د شپېتمې کاليزې په مناست فعاليت کې ګډون وکړ.
د همدې ورځې د غرمۍ په يوولسو بجو او پنځوس دقيقو شي جين پينګ له پاکستان څخه تر ليدنې وروسته د خپلې ځانګړې الوتکې په وسيله د جاکارتا هوايي ډګر ته ورسيد.له دې نه مخکې د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د ده مېرمنې په اسلام اباد هوايي ډګر کې د رئيس شي جين پينګ سره د خدای په اماني وکړه.
شي جين پينګ د صدراعظم نواز شريف ، د پاکستان د حکومت او خلکو د بشپړو ترتيباتو څخه ډېره مننه څرګنده کړه او دې ته يې اشاره وکړه چې د دغه سفر له لارې يې په پوره توګه له چين سره د پاکستان دوستي احساس کړه.
نواز شريف وويل چې دغه سفر ډېر بری موندلی چې له امله به يې د پاکستان او چين ترمنځ عنعنوی دوستي ټينګې شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |