CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د باندونګ غونډې د ۶۰مې کليزې په مناسبت مهمه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2015-04-23 15:49:24

د اسيايي او افريقايي هېوادونو مشران د اپريل په ۲۲مه نيټه د اندونيزيا په جاکارتا کې راغونډ شول او په ګډه يې د باندونګ غونډې د ۶۰مې کليزې يادونه وکړه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اسيايي او افريقايي هېوادونو په سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه له ستراتيژۍ لحاظه په دې هکله خپله نظريه شريکه کړه چې په نوې موده کې پرمختيايي هېوادونه څنګه په يووالي او همکارۍ سره لا لوی رول ولوبوي او د نړۍ مساوی پرمختګ پرمخ بوزي او ژمنه يې وکړه چې چين به تل د پرمختيايي هېواد دايمي ملګری او صميمي همکار وي.

له شپېتو کلونو راهيسې اسيا او افريقا له وروسته پاتې سيمو څخه له پرمختيايي قوې څخه په ډکو سيمو بدلېږي او په نړيوالو ستراتيژيکو حالاتو کې خپل مقامونه پر له پسې لوړوي. نفوس يې د نړۍ درې په څلورمه برخه نيسي او د هېوادونو شمېر يې د م م د غړيو هېوادونو له نيمې برخې نه هم زيات دی. دغه راز د اسيا او افريقا ترمنځ همکاري ورځ په ورځ ستر نړيوال اهميت لري.

رئيس شي جين پينګ څرګنده کړه چې زيات پرمختيايي هېوادونه د پرمختګ چټکتيا او د خلکو ژوند ښه والي له ګډې دندې سره مخامخ دي، نو بايد يو له بل سره همکاري وکړي او ګډ پرمختګ ومومي. اسيايي او افريقايي هېوادونه دې خپلمنځي همکارۍ ژورې کړي، د لاتيني امريکا، جنوبي ارام سمندر او نورو سيمو له پرمختيايي هېوادونو سره يووالی دې وساتي او د نړيوالې سولې ساتونکی او د ګډ پرمختګ پرمخبيونکی ځواک دې پياوړی کړي.

د چين د نړيوالو مسئلو څېړنيز مرکز مرستيال ښاغلي ژن ځونګ ځه په دې هکله وويل چې پخوا د اسيايي او افريقايي هېوادونو ځواک ډېر کمزوری و، خو د پرمختيايي هېوادونو په ځواکمنتيا سره د نړيوال اقتصاد مرکز بدل شو او په نړيوالو اړيکو کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو رول هم مخ په لويوالی دی. رئيس شي د باندونګ روحيه ياده کړه او پکې خپله نوې نظريه يې زياته کړه او هغه په لا عادلانه او مساعد لور د نړيوال نظام او سيستم پرمختګ پرمخبيولی دی. له دې څخه څرګندېږي چې اسيايي او افريقايي هېوادونه بايد په راتلونکې کې په نړيوال ډګر کې لا مهم رول ولوبوي او په لا لوړ لوی اواز دې وغږېږي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې باندونګ روحيه نه يوازې د اسيا او افريقا ترمنځ او د جنوب او جنوب ترمنځ د همکاريو لپاره مناسبه ده، بلکې د جنوب او شمال ترمنځ د همکارۍ لپاره هم ستر اهميت لري. پرمختللي هېوادونه بايد د پرمختيايي هېوادونو له پرمختګ سره د خپلې کړې ژمنې پوره کړي او پرمختيايي هېوادونه دې خپل پرمختيايي توان دې پخپله پياوړی کړي. هغه وويل چې د انسانانو په منځ کې د برخليک ګډې ټولنې د ابادۍ په موخه د جنوب او شمال ترمنځ اړيکې نه يوازې د اقتصادي پرمختګ مسئله ده، بلکې په نړيوالې سولې او ثبات پورې اړه هم لري.

ښاغلی ژن ځونګ ځه په دې اند دی چې د جنوب او شمال ترمنځ د همکارۍ له وړانديز څخه د چين خلاصه رويه او منونکې نظريه ښکاري. د جهاني کېدو په اوسني بهير کې د جنوب او جنوب ترمنځ همکارۍ بس نه دي. پرمختيايي هېوادونه هم بايد له شمالي او پرمختللي هېوادونو سره ګډ کار وکړي چې نه يوازې له بحران سره ښه مقابله کولای شي او غوره پرمختيايي فرصتونه هم تر لاسه کولای شي. له اقليمي بدلون، د سرچينو کمښت او ترهګرۍ سره د مقابلې او عمومي روغتيا په شمول نړيوالې مسئلې د جنوبي هېوادونو په اتکا نشي حل کېدای.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پرمخبيولو په باره کې يو لړ مشخص تدبيرونه څرګند کړي، د بېلګې په توګه چين غواړي له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د نيک ګاونډيتوب او همکاريو تړون لاسليک کړي، له اسيايي او افريقايي هېوادونو سره د توليدي توان په هکله همکاري تر سره کړي او په روان کال کې په ګمرکي لېست کې د هغو وروسته پاتې هېوادونو ۹۷٪ډوله توليدات د صفر ګمرکي مالياتو چلند وکړي چې له چين سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې وې. هغه وويل چې چين غواړي له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د ورېښمو لارې يو کمربند او يوې لارې ابادي پرمخ بوزي، په ګډه د اسيايي بنسټيزو تاسيساتو بانک جوړ کړي او د ورېښمو لارې صندوق رول ښه ولوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای