CRI Online

م م د دوهمې نړيوالې جګړې د پای ته رسېدو ٧٠ کليزې د ياد غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2015-05-06 09:49:12

د سنهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په پنځمه نېټه م م د دوهمې نړيوالې جکړې د پای ته رسېدو ٧٠ کليزې د ياد غونډې په جوړولو سره په جګړه کې له وژل شويو کسانو سره غم شريکي وکړه او دا يې بيا تائيده کړه چې له نورو زياتو جګړو څخه ډډه کول د م م د جوړېدو موخه ده.

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي په خپله وينا کې وويل، د جاپان له تيري سره د چينايانو مقاومت د فاشيست پرضد د نړيوالې جګړې يوه مهمه برخه ده. د چين خلک هغه هېوادونه او بهرني دوستان نه هېروي چې د جاپان له تيري سره د چينايانو په جګړه کې يې له موږ سره مرستې کړې وې، هغه بهرنيان نه هېروي چې د نان جين په لويه وژنه کې او په نورو ناورينونو کې يې له چيني کډوالو سره مرستې کړې وې، او د بېلا بېلو هېوادونو اتلان نه هېروي چې په ياده جګړه کې يې سرونه پر ميدان ايښي وو. دغه جګړه نړيوالو ته مهم ارزښت رسولی او بايد تل تر تله د نه هيريدونکي په توګه زموږ له زړه او ذهن څخه وساتل شي.

د چين، روسيې، امريکا او المان په شمول د م م د غړيو هېوادونو او سيمه ييزو سازمانونو لسګونه استازو په جلا جلا توګه د ياد په غونډه کې ويناوې وکړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای