CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د شانګهای د همکارۍ سازمان د پرمختګ په اړه پنځه فقره ييز وړانديز وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2015-06-04 15:11:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې د جون په درېيمه نېټه د روسيې په مسکو کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ او د دغه سازمان د مؤثر او سالم پرمختګ د پياوړتيا په باب يې پنځه فقره ييز وړانديز وکړ. په همدې ورځ هغه د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو، د دغه سازمان د سرمشريزې غونډې او د بريکس هېوادونو د سرمشريزو خبرو اترو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. ورپسې هغه د نورو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره يو ځای په کريملين ماڼۍ کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره هم خبرې اترې وکړې.

وزير وانګ يې د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې وويل، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان پرمختګ ثابته کړه چې دغه سازمان د غړيو هېوادونو د ګډ امنيت د ساتلو لپاره ښه صحنه برابروي او د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د ګډو ګټو او همکاريو د پياوړتيا لپاره هم مهم فرصتونه برابروي. ده وويل،

د نويو اوضاعو په وړاندې، د شانګهای د همکارۍ سازمان پرمختيايي حالاتو په مخالف جريان کې د بيړيو حرکت ته ورته دي، که هڅه ونه کړي، بېرته به په شا شه! موږ بايد د همکاريو د ژورتيا تر څنګ لا ټينګ هوډ ولرو او قوي تدبيرونه ونيسو، څو چې دغه سازمان مؤثر او سالم پرمختګ ومومي.

هغه په دې اړه پنځه فقره ييز وړانديز وکړ. 

لومړی، د دغه سازمان اساسي اصول دې ټينګ شي او پرمختيايي طرز دې په مناسبه توګه طرحه شي. دوهم، د غړيو هېوادونو ترمنځ سياسي ملاتړ دې پراخ شي او ګډې ګټې دې وساتل شي. درېيم، امنيتي همکارۍ دې ژورې شي او امنيتي ګواښ دې له منځه يوړل شي. څلورم، د همکاريو سويه دې لوړه شي او د اقتصاد او سوداګرۍ همکاري دې پراخې شي. پنځم، د غړيو هېوادونو شمېر دې زيات شي او د سازمان نظام دې بشپړ شي.

د دغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته د روسيې د بهرنيو چارو وزير لاوروف او د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي دميتري ميزينتسيف يوه ګډه خبري ناسته جوړه کړه. وزير لاوروف وويل، چې د دغه سازمان په راتلونکي سرمشريزه غونډه کې به په دغه سازمان کې د هند او پاکستان د شاملېدو مرحله پيل شي او د دغه سازمان د غړيو هېوادونو د شمېر د زياتېدو پريکړه ليک ښايې په کې تصويب شي. په دغه سازمان کې د ايران د شاملېدو مسئلې د يادونې په وخت کې يې وويل،

له ۲۰۰۵ کال راپدېخوا ايران د کتونکي هېواد په حيث په فعاله توګه د دغه سازمان په بېلا بېلو کارونو کې ګډون کړی او کوي يې. غړيو هېوادونو د ايران د اړوند غوښتنليک څيړنه وکړه. موافقه مو وکړه چې د ايران د ذروي مسئلې د پوره حلولو شرايطو سره سم د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د ايران مقام لوړ شي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين په همدې ورځ د چين د بهرنيو چارو د وزير وانګ يې په شمول له برخوالو وزيرانو سره خبرې اترې وکړې. هغه وويل، چې د اوسنيو پيچلو نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو په وړاندې، دغه سازمان بايد د امنيت د ساتلو په برخه کې لا ښې همکاري وکړي، په تېره بيا د افراطيت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې. ده وويل، 

د اوسنيو پيچلو نړيوالو او سيمه ييزو حالاتو په وړاندې، د شانګهای د همکارۍ سازمان بايد په پر له پسې توګه د امنيت د ساتلو په اړه همکاري نژدې کړي او له بېلا بېلو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي، په تېره بيا د افراطيت او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې. په عين وخت کې دغه سازمان بايد د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري پياوړې کړي. څو ورځې مخکې روسيې او چين د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند او د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې ترمنځ د تماس نيولو او همکارۍ تړون لاسليک کړ چې دا د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د مؤثرو همکاريو د ژورتيا لپاره ښه زمينه برابروي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای