CRI Online

شي جين پينګ به د فاشيزم ضد مبارزې د بريالي کېدو په نمانځغونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2015-06-23 15:02:02

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د سپتمبر په درېيمه نېټه د فاشييزم ضد مبارزې د بريالي کېدو په نمانځغونډه کې ګډون وکړي.

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په درويشتمه نېټه د فاشيزم ضد مبارزې د بريالي کېدو د نمانځغونډې په اړه په لاندې توګه مالومات ورکړل.

١، د جولای په اوومه نېټه به، د فاشيزم ضد مبارزې د بريالۍ کېدو د نمانځنې د پرانيستلو مراسم تر سره شي.

٢، د سپتمبر په درېيمه نېټه به، د يادې مبارزې په اړه د يو لړ مهمو مسئلو نړيوال فورم تر سره شي.

٣، د سپتمبر په اتلسمه نېټه،به د شن يانګ ښار د ٩.١٨ پېښې د يادونې په موزيم کې د خطر زنګ د وهلو مراسم تر سره شي.

٤، د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه به، د تايوان د بېرته راستنېدو د اويايمې کليزې نمانځغونډه تر سره شي.

٥، د دسمبر په ديارلسمه نېټه به، د نان جينګ د عامې وژنې د يادونې مراسم تر سره شي

٦، له پاتې شويو عمر پخو سرتيرو څخه د حال احوال د پوښتنې فعاليتونه به د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې تر سره شي.

٧، د فاشيزم ضد مبارزې د نمانځنې لپاره به يو لړ هنري اثار وړاندې شي.

٨، د فاشيزم ضد مبارزې د نمانځنې مالي مرستې او پوستي ټکټونه به خپاره شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای