CRI Online

د بريکس هېوادونو فورم د دايمي پرمختګ ستراتيژي په بنسټيزه توګه بشپړ شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2015-07-03 09:36:20

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د جولای په دوهمه نېټه د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف وويل د بريکس هېوادونو فورم د دايمي پرمختګ ستراتيژی په بنسټيزه توګه بشپړ شوی دی.

نوموړي په همدې ورځ د بريکس هېوادونو د ځوانانو په فورم کې وويل اوس د بريکس هېوادونو فورم د پولي ادارو يعنې د انکشافي بانک او د بهرنيو اسهامو د زېرمتون تياريانې پيل شوې دي. هغه وويل د بريکس هېوادونو ګډ دريځ په نړيوالو چارو کې ډېر مهم رول لوبوي. د بريکس هېوادونو هغه سرمشريزه غونډه چې ژر به د روسيې په وو فا ښار کې جوړه شي، په نړيوالو اړيکو کې د يو مهم ځواک د ګرځېدو لپاره به د بريکس هېوادونو ميکانيزم وهڅوي.

لاوروف پر دې ټينګار وکړ چې د بريکس هېوادونو همکاري د هېڅ خوا په مقابل کې نه ده، ټول بريکس هېوادونه د م م د منشور لارښوونکی ځای مني او دا غوښتنه لري چې شخړې بايد په سوله ييزه توګه حل شي او خلک د خپل برخليک د ټاکلو حق لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای