د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملکي چارو ويبپاڼې د جولای په درېيمه نېټه خبر ورکړ چې د جولای په درېيمه نېټه په يوولس نيمو بجو د چين د ناورينونو د ژغورنې کميټې او د ملکي چارو وزارت د شينجيانګ د ګوما ولسوالۍ د زلزلې له مصيبت ځپلو سيمو سره د ژغورنې څلورمې کچې تدبيرونه نيولي دي.
د چين د ناورينونو د ژغورنې کميټې يو کاري ګروپ چې اوس د شينجيانګ د ايلي د سيلاوونو له مصيبت ځپلو سيمو د ژغورنې په کارونو بوخت دی، سمدلاسه ګوما ولسوالۍ ته ورسېد او د ژغورنې د کارونو لارښونه کوي. دغه ګروپ له مرکزي ژغورونکو مالونو له زيرمتون څخه غوښتنه وکړه چې ګوما ولسوالۍ ته د ژغورنې مالونو د انتقال لپاره چمتو کړي.
د شينجيانګ د ملکي چارو ادارې د يو راپور په خپرولو سره وويل، چې د اتبدايې شمېرنې له مخې، د همدې ورځې تر يوولسو بجو پورې د دغې زلزلې له امله شپږ تنه مړه شوي او درې زره کورونه ويجاړ شوي دي. د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې حکومت بيړني تدبيرونه نيولي دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |