CRI Online

شي جين پينګ به د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 14:29:02

د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د بريکس هېوادونو د مشرانو په اوومه غونډه او د شانګهای همکارۍسازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا پنځه لسمه غونډه کې د ګډون لپاره د روسيې اوفا ته سفر وکړي.

د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير چنګ ګوه پينګ د جولای په شپږمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې د رئيس شي جين پينګ د دغه سفر په هکله معلومات ورکړل او هيله يې وښوده چې د دغې سرمشريزې غونډې له لارې به د شانګهای همکارۍ سازمان نړيوالې ټولنې ته د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه خپل نظرونه او غوښتنې وړاندې کړي ، د خپلو غړو هېوادونو انکشافي دندې به ترتيب کړي او په يووالي سره به په سيمه ييزو چارو او نړيواله صحنه کې لامهم رول ولوبوي. شي جين پينګ به په يولړ غونډو کې ګډون وکړي، د نورو غړو هېوادونو له مشرانو سره به د اوفا اعلاميه خپره کړي، تر ٢٠٢٥ کال پورې د شانګهای همکارۍ سازمان انکشافي ستراتېژۍ په شمول به يو لړ سندونه تصويب کړي او په سرحدي سيمو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ تړون به لاسليک کړي او يو شمېر پريکړه ليکونه او اعلاميې به هم تصويب او خپرې کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای