CRI Online

چين : د بريکس هېوادونه لاهم د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره مهم خوځنده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2015-07-06 15:44:10

ښاغلي چنګ ګوه پينګ په دغه خبري ناسته کې د بريکس هېوادونو د اقتصادي ودې په هکله وويل، په دې وروستۍ موده کې د بريکس هېوادونو اقتصادي وده له درندو فشارونو سره مخامخ شوې او په نړيواله ټولنه کې په دې هکله داسې غبرګونونه اوريدل شوي چې ګواکي په نړيوال اقتصادي جوړښت کې ناوړه بدلونونه رامنځته شوي چې له امله يې پرمختيايي هېوادونه وروسته پاتې شوي دي. دغهسې ورته نور نظرونه هم له حقيقت څخه لېرې دي او زه د دغسې نظرونو مخالفت کوم.

ښاغلي چنګ ګوه پنيګ وويل، لومړی ،اوس د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره نوی خوځنده ځواک نشته او د بهرني اقتصادي چاپيريال د خرابېدو له امله د بريکس هېوادونو اقتصادي وده تر ناوړې اغېزې لاندې شوې ده. په عين وخت کې بريکس هېوادونه اوس د خپل اقتصادي جوړښت د سمولو په موخه د اقتصاد د عمومي ادارې او کنترول په هڅه کې دي او د دې لپاره دې ډېر کارونه ترسره کړي او د اړوندو ستونزو د حل لپاره وخت ته اړتيا لري. دوهم، د بريکس هېوادونو د اقتصادي زياتوالي سرعت که څه هم لږ څه ورو شوی ، خو په نړۍ کې لاهم په لوړه سويه ساتل شوی. درېيم، د بريکس هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه شوي او د بريکس هېوادونو د نوي انکشافي بانک او له بېړنيو حالاتو سره د مقابلې لپاره د زيرمې په اړه دوې پروژې به د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره نوی خوځنده ځواک برابر کړي. دغه راز د بريکس هېوادونو د اقتصادي همکارانو د ستراتېژۍ په طرحه کېدو سره به د سوداګرۍ، اقتصاد او پانګونې په شمول زياتو برخو کې د بېلابېلو خواوو ترمنځ همکارۍ نورې هم پراخې او ژورې شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای