د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا ١٥مه غونډه به په روانې اوونۍ کې د روسيې په اوفا کې تر سره شي.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په غونډه کې ګډون وکړي.په دغه غونډه کې به په دغه سازمان کې د هند او پاکستان د ګډون په اړه پرېکړه ليک هم تصويب شي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ٦مه نېټه په بېجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه تر سره کړه.د چين د بهرنيو چارو د وزير مرستيال چنګ ګوه پينګ د دې غونډې په اړه معلومات ورکړل.هغه وويل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د جوړېدو له ١٤ کلونو راهيسې د غړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکه همکاري او متقابل باور ورځ په ورځ پياوړی کېږي چې دا د د سيمه ييز امنيت او ثبات د ساتلو او د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره يو مهم ميدان ګرځېدلی دی.په دې سازمان کې د هند او پاکستان ګډون به نه يوازې د دې سازمان لپاره ستر رول ولوبوي،بلکې د هند او پاکستان ترمنځ د دوستانه اړيکو د پر له پسې پرمختګ او ښه والي لپاره هم رغنده رول ولوبوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |