CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2015-07-09 08:40:00

د چين د نيوز آژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په اتمه نېټه د روسيې په اوفا کې د دغه هېواد له ولسمشر ولاديمير پوټين سره وکتل چې دا په روان کال کې د دواړو مشرانو دوهمه کتنه ده.

رئيس شي وويل، چې د سږ کال د مۍ په مياشت کې مو په مسکو کې خبرې اترې کړې وې او په ګده د روسيې د وطن ساتونکې جګړې د برياليتوب د اويايمې کاليزې د لمانځنې په مراسمو کې مو ګډون کړی و او د دوهمې نړيوالې جګړې د برياليتوب او د نړيوال عدالت د ساتلو غوښتنه مو کړې وه، پر دې مو هم موافقه کړې وه چې د ورېښمو لارې په اوږدو کې اقتصادي کمربند د اروپا او اسيا له اقتصادي ټولنې سره وتړو او په عمده توګه د پانګونې، پولي چارو، انرژۍ، ګړندي اورګاډي، هوايي چارو او د ليرې ختيځ د استخراج په برخو کې همکاري وکړو. د دواړو هېوادونو اړوندې څانګې د يو لړ ګډو نظريو او موافقو د تطبيقولو لپاره هڅې کوي او په يو شمېر ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ مؤثرې نتيجې تر لاسه کړي دي.

هغه زياته کړه چې دواړه هېوادونه بايد د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې ستراتيژيکې همکاري وکړي او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د پياوړتيا او د نشه يي توکيو د له منځه وړلو لپاره تدبيرونه ونيسي، څو چې سيمه ييز امنيت وساتل شي او د دې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډو ګټو د ساتلو لپاره د دغه سازمان پر رول ټينګار وشي. دغه راز، د بريکس هېوادونه بايد د اقتصادي همکارۍ د نژدې کېدو لپاره هڅې وکړي او د بريکس د نوي انکشافي بانک د جوړولو او د بيړنيو پيښو د حلولو په هکله د مالي زيرمو د ترتيبولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي چې د بريکس هېوادونو ګډه ټولنه جوړه شي.

ولسمشر پوټين وويل، چې روسيه او چين دې د شانګهای د همکارۍ سازمان او د بريکس په چوکاټ کې لا نژدې همکاري وکړي، د يادو سازمانونو د غړيو هېوادونو د يووالي او همکارۍ د ټينګېدو لپاره دې هلې ځلې وکړي او د غړيو هېوادونو د ګډو علاقې وړ مسئلو د حلولو لپاره مهم رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای