CRI Online

شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2015-07-09 11:39:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جولای په اتمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روسيې په جنوب اوفا ښار کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتيت سره وکتل او په ترڅ کې يې پر دې ټينګار وکړ، چې دواړه خواوې دې د شانګهای همکارۍ سازمان په مټ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د اروپا او اسيا ترمنځ اقتصادي ايتلاف ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپراخې شي او د اروپا او اسيا د لويو وچو پرمختګ، همکارۍ او سمسورتيا وهڅول شي.

د جولای د اتمې نېټې په ماسپښين رئيس شي جين پينګ په باران کې د الوتکې په وسيله د روسيې جنوبي اوفا ښار ته ورسيد او ورپسې يې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې اترې وکړې. رئيس شي جين پينګ وويل:

(( محترم ولسمشر ولاديمير پوتين ، زما خوږ دوست،ډېر خوشحاله يم چې له تاسو سره يوځل بيا ګورم. موږ په ښېرازۍ او خوښۍ سره اوفا ته رسيدلي يو. مخکې زما چيني ملګرو له ما څخه پوښتنه وکړه چې اوفا چېرې دی؟ ځواب مې ورکړ، زه هم د لومړي ځل لپاره هلته ځم، له الوتکې څخه مې اوفا کتلی او دغه ښار يو ډېر پاک او ښايسته ښار دی.))

اوفا ښار چې دومره مشهور نه دی، د اروپا او اسيا لويو وچو په سرحد کې پروت دی او د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په لاره کې مهم ترافيکي محور ياديږي، نو په دې ځای کې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د اروپا او اسيا د اقتصادي ايتلاف ترمنځ د همکارۍ په هکله د دواړو خواوو ترمنځ بحثونه ډېر اهميت لري. په تېره مې مياشت کې چين او روسيه په دې سلا شوي چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د اروپا او اسيا ترمنځ د اقتصادي ايتلاف د ابادۍ په پيوندولو سره به د پانګونې، اقتصاد، انرژۍ، د بنسټيزو تأسيساتو جوړولو، هوانوردۍاو د لېرې ختيځ د پرمختګ په شمول زياتو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. شي جين پينګ وويل، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه د دغې همکارۍ په اړه د يو لړ موافقو د پلې کولو په هڅه کې دي او په يو شمېر نويو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لرلې. دواړه خواوې بايد د شانګهای همکارۍ سازمان په مټ د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د اروپا او اسيا اقتصادي ايتلاف ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي ، ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لاپراخې شي او د اروپا او اسيا پرمختګ ، همکارۍ او سمسورتيا وهڅول شي

پوتين وويل، د روسيې او چين ترمنځ هراړخيزې ستراتېژيکې اړيکې مخ په ژورېدو دي. روسيې په فعاله توګه د چين په مشرۍ د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک د جوړولو په چارو کې ګډون کړی دی. دواړو خواوو پريکړه کړې چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند ابادي به د اروپا او اسيا ترمنځ د اقتصادي ايتلاف له ابادۍ سره پيوند کړي، باور لرم چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ لپاره ستر خوځنده ځواک وګرځي.

د دوه اړخيزې همکارۍ له زياتوالي پرته ، چين او روسيې په نړيوالو چارو کې هم نژدې همکارۍ کړې دي. په تېره مې مياشت کې شي جين پينګ د روسيې په بلنه د دغه هېواد د ملي دفاعي جګړې د بريا د اويايمې کاليزې د يادونې په مراسمو کې ګډون وکړ او دواړو خواوو په ګډه سره له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د دوهمې نړيوالې جګړې برياليتوب او نړيوال عدالت دې ښه وساتي . شي جين پينګ په دې اړه وويل:

((په سور ميدان کې ترسره شوی پوځي رسم ګذشت پر ما او چينايانو ډېرې ژورې خاطرې پاتې کړې دي. زه دې ته سترګې په لار يم چې ولسمشر پوتين به د راتلونکي سپتمبر په مياشت کې چين ته سفر وکړي او له جاپاني تيري سره د چين د مقاومت جګړې او هم د فاشيزيانو پرضدد جګړې د اويايمې کاليزې د يادونې په مراسمو کې به ګډون وکړي، چې په دې توګه به د نړيوال عدالت د ساتلو چارو ته مثبته انرژۍ وروبخښي.

شي جين پينګ د همدې ورځې په کتنه کې دې ته اشاره هم وکړه چې چين او روسيه دې د شانګهای همکارۍ په سازمان کې خپلمنځي ستراتېژيکې همکارۍ ته دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې ،د نشه يي توکيود مخنيوي او د سيمه ييز امنيت د ساتلو لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي. هغه پر دې ټينګار هم وکړ، چې د بريکس هېوادونه بايد خپلمنځي اقتصادي همکارۍ پياوړې کړي، د بريکس هېوادونو د نوي انکشافي بانک جوړونه دې چټکه کړي او د خپلو ګټو د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي. دغه راز له ٢٠١٥ کال وروسته د پرمختيا اجنډا، د اقليمي بدلون په اړه د خبرو اترو او د نړيوال وجهي صندوق د اصلاحاتو په شمول دې د يو شمېر مهمو نړيوالو مسئلو د حل په موخه خپلمنځي همکارۍ زياتې کړي او د نويو بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې دې وساتي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای