CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو فورم په اوومه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-07-09 16:15:41

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په نهمه نېټه د روسيې په اوفا ښار کې د بريکس هېوادونو فورم په اوومه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. دا درېيم ځل دی چې شي جين پينګ د دې فورم په سرمشريزه غونډه کې ګډون کوي.

د سږنۍ سرمشريزې غونډې عنوان د بريکس هېوادونو تر منځ همکاريزې اړيکې د ګردې نړۍ د پرمختګ قوي عمل دی.

چين د بريکس هېوادونو د همکارۍ کلک ملاتړ کوونکی او پکې فعال ګډون کوونکی دی. چين هيله لري چې په سږنۍ غونډه کې په دغو څلورو برخو کې فعال برياليتوبونه تر لاسه شي چې لومړی، په ګډه د بريکس هېوادونو همکاريزې اړيکې ټينګې شي. دوهم، د نويو بانکونو او زېرمتون په اداره کې د نوي پرمختګ د تر لاسه کولو په برخه کې د بريکس هېوادونو هڅونه وشي. درېيم، د يو کمربند او يوې لارې او د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک په هکله د بريکس هېوادونو موافقې نورې اغېزمنې او ژورې شي. څلورم، د بريکس هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان او د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې تر منځ تبادلې پياوړې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای