CRI Online

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو، د اروپا او اسيا د اقتصادي ايتلاف او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو، کتونکو هېوادونو او بلنه ورکړل شويو هېوادونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2015-07-10 08:52:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو، د اروپا او اسيا د اقتصادي ايتلاف او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو، کتونکو هېوادونو او د بلنه تر لاسه شويو هېوادونو سرمشريزې خبرې اترې د جولای په نهمه نېټه د روسيې په اوفا کې تر سره شوې. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د ايران ولسمشر حسن روحاني او د پاکستان د صدراعظم محمد نواز شريف په شمول د ديارلسو هېوادونو مشرانو په کې ګډون درلود.

برخوالو مشرانو د خلکو د ګټو د لوړتيا او د نوي بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو د يووالي او همکارۍ په شمول پر يو لړ موضوعاتو بحث وکړ.

رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې ياد درې سازمانونه په نړۍ کې اغيزمن او مهم د همکارۍ نظامونه دي. د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو له راغونډېدلو څخه د نوي بازاري هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو د يووالي او همکارۍ په اړه فعاله نښه څرګندېږي. برخوال هېوادونه بايد له دايمي ستراتيژۍ او لحاظه د ګډو ګټو د ساتلو، د نړيوالو اوضاعو د ثابت او د همکارۍ د ژورتيآ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

رئيس شي جين پينګ زياته کړه، چې له دې نه وروسته چې چين د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو وړانديز وکړ، بېلا بېلو هېوادونو مثبت غبرګونونه ښودلې وو. په تېرو څو مياشتو کې چين د دغه ستراتيژۍ سره سم په فعاله توګه له نړيوالې ټولنې سره تماس لري او د زياتو همکاريو پروژو د تر سره کېدو لپاره تدبيرونه نيولي دي. د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک او د ورېښمو لارې صندوق جوړول دوه مهم تدبيرونه دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای