CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه په اوفا کې روانه ده.

cri     (GMT+08:00) 2015-07-10 15:57:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا پنځلسمه غونډه د جولای په لسمه نېټه د روسيې په اوفا کې پيل شوه او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په شمول د غړيو هېوادونو مشران په کې برخه اخلي.

د دغې غونډې سرليک د دغه سازمان د پرمختګ پلان طرحه کول دي. برخوال به د دې سازمان د پرمختګ په شمول د نړيوالو او سيمه ييزو مهمو مسئلو په اړه د دريځونو همغږي وکړي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت د چارواکو په قول، رئيس شي جين پينګ به په کې يوه مهمه وينا وکړي او د نړيوالو او سيمه ييزو اوضاعو او د دغه سازمان د پرمختګ په شمول د مهمو مسئلو په باب د نورو مشرانو سره د نظريو ژورې تبادلې وکړي او د دې سيمې په وړاندې د ګډو ننګونو او ګواښونو د ليرې کولو په هکله د تدبيرونو او تګلارو څيړنه وکړي. هغه به د امنيتي همکارۍ د ژورتيا، د غړيو هېوادونو ترمنځ د پرمختيايي ستراتيژۍ د همغږۍ او د کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا غوښتنې وکړي. نوموړي به له نورو مشرانو سره يو ځای اوفا اعلاميه لاسليک او خپره کړي او تر ۲۰۲۵ کاله پورې د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ ستراتيژۍ په شمول يو لړ سندونه لاسليک کړي. دغه راز، په دغه غونډه کې به د دغه سازمان د غړي په توګه د هند او پاکستان د شاملېدو مرحله پيل شي او د فاشيزم پر ضد د جګړې د بريا د اويايمې کاليزې د اعلاميې او د نشه يې توکيو د مخنيوي اعلاميې په شمول يو لړ اعلاميې به خپرې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای