د هر کال په دوبي کې په زر ګونو چيني او بهرني سيلانيان د شينجيانګ د ئيلي د قورغاس ولسوالی ته سفر کوي چې د يو ډول سنبل ګلونو په سيلانيز فيستيوال کې ګډون لري او د دغو ګلونو څخه لېدنه کوي.
د قورغاس ولسوالی په ختيځ کې د فرانسی د پروينس په نوم يادېږي. په دغه ځای کې د دغه ډول سنبل ښکلی ارغواني څاپې زيات سيلانيان راجلبوي. د روان کال د دغه ډول سنبل په سيلانيز فيستيوال کې د ډېرې ښکلې نجلۍ د ټاکلو سيالۍ تر سره شوه او د اويغوري قوم د خوندورو خوراکونو او د قزاقي قوم د اسونو سيالی له لارې زيات سيلانيان راجلب کړی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |