CRI Online

د شينجيانګ مسلمانانو د خپل ژوند له لارې د روژې په هکله د ځينو بهرنيو خبري رسنيو جعلي خبرونه رد کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2015-07-12 20:32:24

د شينجيانګ مسلمانانو د خپل ژوند له لارې د روژې په هکله د ځينو بهرنيو خبري رسنيو جعلي خبرونه رد کړي دي

د چين د شينجيانګ د اويغور خودمختاري سيمې د بېلا بېلو جوماتونو او په مختلفو کچيو د اسلامي ټولنې زيات شمېر مذهبي شخصيتونو او د اسلامي دين پيروانو د جولای په ١١مه نېټه د اروموچي د اسلامي دين د ټولنې په لارښوونه سلامشوره کې ګډون درلود. دوی د خپل ژوند له لارې په شينجيانګ کې د روژې په هکله د لويديځو هېوادونو او ترکيې د ځينو خبري رسنيو جعلي خبرونه رد کړي دي.

د خبر له مخې د جون په ١٨مه نېټه د روژې له پيل څخه د ترکيې ځينو خبري رسنيو د لويديځو هېوادونو د جعلي خبرونو له مخې خبرتاژ کړی چې په شينجيانګ کې د ځينو مسلمانانو لپاره د روژې او د مذهبي مراسمو د تر سره کېدو مخه نيول شو. د دغه جعلي خبر په هکله د شينيانګ مسلمانان په ډېر غصب رويه غوره کوي. ابريکم نياز وويل دغه خبر بيخی سم نه دی. په حقيقت کې حکومت نه يوازې د روژې په وخت کې د مسلمانانو ژوند ته ډېره پاملرنه کوي او هم د عادی مذهبي اړتياوو د پوره کولو پر بنسټ د اسلامي دين پيروانو ته اسانتياوې برابروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای