CRI Online

د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ سيلاني د لوړېدو په حال کې وه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-17 10:07:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې پنځلس مليونه شپږ لکه څلور اتيا زره او دوه سوه کورنيو سيلانيانو شيجيانګ ته سفرونه کړي، دغه راز د شينجيانګ د سيلانۍ بېلا بېل انډولونه لوړ شوي او د زياتوالي تمايل يې ښکاره دی.

د شينجيانګ د سيلانۍ له ادارې څخه د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ په بېلا بېلو لويو ننداريزو سيمو کې د سيلانيانو د زياتوالي انډول له ٢٤ سلنې څخه اوښتی و. د پسرللي له پيل راهيسې په شيجيانګ کې د ګلانو په اړه څه باندې ٤٠ اخترونه او فعاليتونه تر سره شوي، د اروموچي د اوسپنيزو لارو ادارې د يادو فعاليتونو لپاره ٤٦ ځانګړي اورګاډي په کار اچولي، نو دوه سوه شپيته زره تنو دې ځای ته سفرونه کړي او يو څلوېښت مليونه شپږ لکه يوانه پيسې له دې لارې ګټولې.

(ياسمين)

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای