CRI Online

د شينجيانګ د ګوند او حکومت مشرانو د بېلا بېلو قومونو له مسلمانانو سره روژه ماتی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2015-07-18 20:03:16

د سينهوا اژانش د خبر له مخې، د جولای ١٧مه نېټه د سږ کال د روژې مياشتې له وروستې ورځې سره برابره وه. د همدې ورځې په شپه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي جانګ چون شيان چې هغه د شينجيانګ د اويغوري خودمختاري سيمې مسئول هم دی، او د خودمختاري سيمې مشر شکلاتي زاکير په شمول د ګوند او حکومت مشرانو د شينجيانګ د اسلامي کلتور په ښوونځي کې له اسلامي استازو او د بېلا بېلو قومونو له مسلمانانو سره وکتل او په ګډه يې روژه ماتی ورسره وکړ.

ښاغلي جانګ چون شيان وويل، چې اسلامي شخصيتونو او مسلمانانو د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د هڅولو او د ثبات د ساتلو په برخو کې مثبت رول لوبولی، د چين د کمونېست ګوند او حکومت د دوی مننه کوي. مذهبي ازادي د چينايانو بنسټيز حق دی. د تېرو زياتو کلونو راهيسې په شيجيانګ کې مسلمانان له نورو خلکو سره په ښه توګه ګډ ژوند کوي او د سولې، يووالي، عدالت، درناوی او ښکلی ژوند لپاره يې ګډې هلې ځلې کړې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای