د سينهوا اژان س د خبر له مخې، د لان جو، اروموچي او سنټ پيټرسبورګ ترمنځ هوايي کرښه په دې وروستيو ورځو کې پرانيستل شوې، نژدې ٢٠٠ تنه مسافرين د دې کرښې د لومړۍ الوتکې په الوتلو د چين له جون جو او اروموچي څخه د روسيې سنټ پيټرسبورګ ته رسيدلې ده. ياده کرښه د اروموچي ښار له لارې د چين د لويديځو سيمو او د اسيايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ درېيمه نړيواله هوايي کرښه ده. د دې کرښې له لارې له اروموچي څخه سنټ پيټربورګ ته د الوتنې وخت پنځو ساعتو ته راښکته شوی دی.
د سږ کال په پيل کې د چين د هوانوردۍ ادارې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادۍ لپاره د شينجيانګ د ملکي هوانوردۍ د لا پرمختګ په اړه د سند په خپرولو سره هوايي شرکتونه هڅولی چې د اروموچي او د منځنې اسيا، لويديځې اسيا، جنوبي اسيا او اروپا د هېوادونو ترمنځ نړيوالې کرښې پرانيزي.
د شينجيانګ د اويغوري خودمختاري سيمې مرستيال يا لين وويل، چې د شينجيانګ د هوايي شبکې له بشپړېدو سره به لا زيات مېلمانه شينجانګ ته سفرونه وکړي او د سيلانۍ او سوداګرۍ په برخو کې به نوي پرمختګونه راورسوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |