CRI Online

د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د شينجيانګ د GDP د زياتوالي انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸.۲٪ زيات و.

cri     (GMT+08:00) 2015-07-20 09:31:26

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۵ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د شينجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې د کورنيو توليداتو د عمومي حجم د زياتوالي انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته اعشاريه دوه سلنه زيات و او اقتصاد يې د سرعت، پانګونې، کاري فرصت، ګټو او د چاپيريال د ساتنې په زياتو ساحو کې سالم پرمختګ موندلی دی. د اقتصاد د زياتوالي کيفيت يې لوړ شوی او د اقتصاد لوړتيا او اصلاحات يې چټک شوي دي.

د شمېرنې له مخې، د شينجيانګ اقتصادي جوړښت د ترميمولو په حال کې دی چې د صنعت له لارښوونې څخه د خدمتي چارو لارښوونې ته بدلېږي. د سږ کال په لومړی نيمايي کې په اقتصادي زياتوالي کې د خدمتي چارو زياتوالي په سلو کې اته پنځوس اعشاريه نهه برخه او لومړی مقام نيسي. په شينجيانګ کې د ښوونې، طب، اوسيدونکو ته د خدمت په شمول د خلکو د ژوند په ساحو کې لا زياتې پانګې اچول شوې دي چې له دې جملې څخه په تعليم او خدمتي چارو کې د پانګو زياتوالي اندول په جلا جلا توګه يو دېرش اعشاريه څلور او اته څلويښت سلنې ته رسېدلی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای