د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شينجيانګ د ملي نڅاوو څلورم نړيوال فېسټوال د جولای په شلمه نېټه په اورموچي کې د شينجيانګ په لوی تياتر کې پرانيستل شو. بېرته لويديځو سيمو ته د ستنېدو په نوم اوپېرا د پرانيستونکو مراسمو د يوې برخې په توګه په همدې ورځ ننداره شوه. دغه اوپېرا په لرغونې ورېښمو لارې کې د يوې کيسې له لارې له کون لون غره نه تر هوه يان غره پورې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو غني کولتورونه او د دوې د تګ راتګ تاريخ څرګندوي.
دغه فېسټوال به اوولس ورځې دوام وکړي او ۲۵ چيني او بهرني هنري پلاوی به ۷۸ نندارې تر سره کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |