CRI Online

شي جين پينګ د شينجيانګ د پي شان د زلزله ځپلې سيمې د بيارغونې کارونو په هکله مهم هدايت ور کړی

cri     (GMT+08:00) 2015-07-23 19:56:59

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د چين د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د شينجيانګ د هوتان سيمې په پي شان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلې سيمې د بيارغونې په هکله خپل مهم هدايت بيا ور کړی او تر دغې زلزلې وروسته د ژغورنې په کارونو کې د دې سيمې د ګوندي کميټې او حکومتي مامورينو د فعال ګډون ستاينه يې کړې چې له امله يې اقتصادي زيانونه تر زياتې اندازې پورې کم شوی دی.هغه زياته کړه چې د چين مرکزي حکومت او دولتي شورا او اړوندې څانګې بايد په زلزله ځپلې سيمه کې د توليدي چارو بيا اعاده کېدنه او د خپلو کورونو بيا جوړونه د سترو دندو په توګه وټاکي او تر هر څه لومړی دې د ژمی نه مخکې د زلزله ځپلو وګړو د کورونو مسئله حل کړي .غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای