CRI Online

د اوږد عمر په ګټه خوراکونه او د روغتيا ساتنې لپاره ورځني تجويزونه

cri     (GMT+08:00) 2015-07-29 15:26:14

د انسان په ژوند کې د اوږد عمر ساتنه تل د توجه او پاملرنې وړ مسئله ګڼل کېږي. په دې هکله د انسان ورځني خوراکونه ډېر هم رول لري. نو څه ډول خوراکونه د اوږد عمر د ساتنې لپاره ګټور دي؟ د اړوندو کارپوهانو په نظر د تاز د ماهي غوښه، تور رنګ چاکليت، بېلا بېل ميوې، ډول ډول سبزي، اوږه او وچې ميوې د انسان عمر د اوږدوالي لپاره ډېر ګټور خوراکونه دي. نوموړي خوراکونه د نارينه و عمر شپږ کالونه او د ښځو عمر پنځه کالونه اوږدوالای شي. د هالنډ د يو نامتو پوهنتون د اعلان شوې څېړونکې نتيجې له مخې د نوموړو خوراکونو په معقول ډول خوړل به د انسان لپاره د زړه او وينې رګونو په ناروغيو کې د اخته کېدو خطرونه په سلو کې شپږ اويا کمولای شي. دغه راز د څېړنې له لارې اوس د اړوندو کارپوهانو لخوا د نوموړو خوراکونو د رول ميکانيزم پيدا شوي دي او د زړه او وينې رګ د ناروغيو مخنيوي په هکله د نوموړو خوراکونو خاص رول پکې تصديق شوي دي. د دغې نتيجې له مخې اړوندو کارپوهانو په دې هکله د عمر اوږدولو لپاره د نوموړو خوراکونو رول سره سم د اشپازې دستور ټاکلي دی. نوموړو کارپوهانو پيشنهاد وکړ چې هره ورځ سل ګرامه تور رنګ چاکليت، دوه اعشاريه اووه ګرامه اوږه، اته شپېته ګرامه بادام خوړل په وينه کې د کلسترول سويه کنترول کېدای شي. برسېره پر دې هره ورځ دې څلور سوه ګرامه بېلا بېلې ميوې او سبزي وخوري. ځکه نوموړي خوراکونه د وينې رګونو فشار کمولای شي او په پايله کې به د زړه او وينې رګ په ناروغيو د اخته کېدو خطر به په سلو کې څوارلس کمېدای شي. پرته له دې نه هم بايد د کب غوښه زيات وخوري چې دغه خوراک د زړه روغتيا لپاره ډېره ګټه لري. اړوندو کارپوهانو وويل چې که څه هم سل په سل نه ويل کېږي چې د نوموړو خوراکونو خوړل د زړه او وينې رګ په ناروغيو کې د اخته کطدو خطرونه په پوره توګه لېرې کولای شي، خو د څېړنې له پايلې څخه ثابتېږي چې که په بدن کې د نوموړو خوراکونو غذايت کمبود شي. دا به د زړه او وينې رګ د روغتيا لپاره ګټور نه وي.

اړوندو کارپوهانو د روغتيا ساتنې په بېلا بېلو برخو کې خلکو ته ځيني پيشنهادونه وړاندې کړي دي. خلک کولای شي چې د خپلو واقعيتونو سره سم تر وسې پورې د کارپوهانو د پيشنهادونو سره سم کوشش وکړي. د کارپوهانو پيشنهادونه په دې ډول دي. لومړی بايسکل چلول د انسان د روغتيا ساتنې لپاره يو ښه ورزش دی چې دغه ورزش د انسان د زړه او سږي کار پياوړی کوي او د بدن وزن هم کموي. دوهم، سندره ويل د انسان زړه خوشحاله کوي او ښه احساسات ساتي چې دا د روغتيا ساتنې لپاره ډېره ګټوره ده. درېيم هره ورځ دې د اتو ساعتو خوب ساتي چې دا د انسان روغتيا لپاره ډېر مهم دی. بايد تر وسې پورې په شپه کې کار و نه کړي، له خوب دمخه شراب و نه څښي. څلورم بايد په وخت د روغتيا معاينې لپاره روغتون ته ځي تر څو چې که ناروغ وي، په وخت تر علاج لاندې راشي. پنځم د دوبي په وخت کې بايد تر وسې پورې ځان د لمر تر وړانګې لاندې پاتې نه کړي. ځکه د لمر تر سختو وړانګو لاندې د انسان پوستکي ژر زړې شي. د خوراکونو په هکله د کارپوهانو پيشنهادونه دا دي چې لومړی ښه به دا وي چې هره ورځ څو دانې غوز وخوري. د اړوندې څېړنې له مخې غوز د غذا له نظره د انسان روغتيا لپاره تر ټولو وچو ميوو نه ښه دي. که هره ورځ د غوز پر خوړلو باندې ټينګار وکړي، د انسان عمر به له پنځو کالو نه تر لسو کالو پورې اوږدېدای شي. ځکه غوز نه يوازې د انسان د زړه روغتيا ساتي، بلکې د انسان په وينه کې کلسترول کموي. دوهم بېلا بېل مشروب لږ څښي. د غاښونو ډاکتران تل اخطار ورکوي چې له دې امله چې بېلا بېلو مشروباتو کې د اسيد مواد موجود دي، نو دغه ډول مواد غاښونه ورو ورو رژوي. نو د مشروب څښل خصوصا د ماشومانو لپاره ډېر خراب دی. څلورم په غوښو کې د کب غوښه تر ټولو ښه ده. د کارپوهانو د څېړنې له مخې د کب غوښې غوړي د انسان زړه، هډوکي او پوستکي د روغتيا ساتنې لپاره ډېره ګټوره ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای