CRI Online

له فاشيزم سره په نړيواله مقابله کې له جاپاني تېري کوونکو سره د چين د جګړې مقام او رول

cri     (GMT+08:00) 2015-08-06 10:42:24

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست په پنځمه نېټه په ګوانګ مينګ ورځپاڼه کې د هو ده کون مقاله خپره شوه چې سرليک يې دی: له فاشيزم سره په نړيواله مقابله کې له جاپاني تېري کوونکو سره د چين د جګړې مقام او رول.

د دوهمې نړيوالې جګړې په زمانه کې چين له فاشيزم سره د جګړې په اړه له څلورو لويو هېوادونو څخه يو و. د چين جګړه په اسيا کې عمده جګړه وه او له فاشيزم سره د نړيوالې جګړې يوه مهمه برخه هم وه. خو د سړې جګړې له امله د دغې جګړې د پای ته رسېدو له ٧٠ کلونو وروسته، د چين مهم مقام او رول د لوېديځو هېوادونو لخوا ورته په ټيټ نظر کتل شوي دي. چين کافي احترام نه دی تر لاسه کړی، دا عادلانه نه ده.

په دې مقاله کې په څلورو برخو کې د چين مهم مقام او رول څرګند شوی. لومړي: چين په نړۍ کې لومړی هېواد و چې له فاشيزم سره مقابله يې کړې او په نړۍ کې يې له فاشيزم سره د جګړې لومړی ډګر جوړ کړ. دوهم، چين په کلکه توګه د جاپاني تېري کوونکو له عمده برخې سره جګړې کړې او شک نه لري چې چين په اسيا کې له فاشيزم سره د جګړې عمده ډګر و. درېيم، د چين جګړې په قوي توګه پر نړۍ د جاپان د تېری کولو ستراتيژۍ مخنيوی کړی او د پخواني شوروي اتحاد، امريکا او بريټانيې له جګړې سره يې اغېزمنې مرستې کړې دي. څلورم، چين د نړيوال فاشيزم پر ضد د نړيوال اتحاد جوړونه وهڅوله او په فعاله توګه يې تر جګړې وروسته د نړيوال نظام په جوړونه کې ګډون کړی دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای