د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان له تېری کوونکې جګړې سره د چينايانو د مقابلې د بري ٧٠ کليزې د يادونې په اړه يوه خبري ناسته د اګست په ٧مه نېټه په جاپان کې د چين په سفارت کې تر سره شوه. په جاپان کې د چين د لوی سفير چنګ يونګ هوا، د مختاروزير ليو شاو بين، د جاپان او چين ترمنځ د دوستۍ د ځينو ډلو استازو او د جاپاني او چيني کارپوهانو په شمول څلوېښتو تنو په دې ناسته کې ګډون درلود.
د چين لوی سفير چنګ يونګ هوا په خپله وينا کې وويل، چې د دې ناستې د جوړولو له لارې د جاپان له تېري کوونکې جګړې سره د چينايانو د مقابلې او له فاشيزم سره د نړيوالې مبارزې د بري د ٧٠ کليزې يادونه کوو، ٧٠ کالو له مخکې د انساني ټولنې بدبخته تاريخ ته بيا کتنه کوو او د سولې د ساتنې او د چين او جاپان ترمنځ د دوستۍ د هڅونې ګډې هيلې څرګندوو، دا ځانګړی مهم ارزښت لري.
هغه وويل، د چين په شمول نړيواله ټولنه دې ته لوړه پاملرنه کوي د ابي خبرې به ژر خپرې شي، د جاپان د هغې تېری کوونکې جګړې په اړه به لږ څه پېغام څرګند کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |